د عامې روغتیا وزارت: لس میلیونه افغانان کرونا نیولي دي

15 اسد 1399 ساعت 11:17

د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني وايي، په هېواد کې لس میلیونه وګړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.


د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني وايي، په هېواد کې لس میلیونه وګړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عثماني چې نن چهارشنبې د زمري ۱۵ مه کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې و ویل، چې کرونا ویروس ویروس په افغانستان کې له کم عمره ماشومانو نیولې تر ډېر عمر لرونکو کسانو د هېواد د نفوس درېیمه برخه ونیوله.

نوموړي زیاته کړه، اټکل ښيي چې کرونا په هېواد کې لس میلیونه وګړي نیولي دي او د ټول نفوس ۳۱،۵ سلنه جوړوي.

ښاغلی عثماني وایي، تر اتلس کلونو پورته ۵۷ سلنه وګړي په کرونا اخته شوي دي، همدا راز ۴۶،۴ سلنه ماشومان د کرونا ویروس له امله متاثر شوي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاتوي، چې ټولټال د هېواد ۳۱،۵ سلنه افغانان په کرونا اخته شوي دي.

نوموړی زیاتوي لا هم په ټوله نړۍ کې د کرونا د بلې څپې وېره شته ده نو له همدې امله ټولو افغانانو ته په کار ده چې روغتیایي سپارښتنو ته پاملرنه وکړي او په دې توګه دې خپل ځان او کورنۍ له دغه ویروس خوندي کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 130232

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130232/

جمهور
  https://www.jomhornews.com