د ترکمنستان ولسمشر له افغانستان سره د نورو بشري مرستو فرمان لاسلیک کړی

16 اسد 1399 ساعت 9:01

د ترکمنستان دولتي خبري آژانس راپور ورکړی، چې دغه هېواد غواړي له افغانستان سره نورې بشري مرستې هم وکړي.


د ترکمنستان دولتي خبري آژانس راپور ورکړی، چې دغه هېواد غواړي له افغانستان سره نورې بشري مرستې هم وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه راسنۍ وايي، د ترکمنستان ولسمشر قربانګلي بردي محمدوف افغانستان ته د نورو بشري مرستو لېږد فرمان لاسلیک کړی دی.

دوی وايي، محمدوف په یاد فرمان کې د دغه هېواد روغتیا وزارت ته لارښوونه کړې چې یوه کارګو بشري مرستې چمتو او بهرنیو چارو وزارت ته یې سپارښتنه کړې چې د یادې مرستې لېږد او تحویل یقیني کړي.

راپور د محمدوف له قوله لیکلي چې ترکمنستان له افغانستان سره لا ډېرو بشري او نورو مرستو ته چمتو دی.

سرچینې، د یادې مرستې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو یاد هېواد وړاندې تر دې له افغانستان سره د خوراکي توکو مرسته کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130252

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130252/

جمهور
  https://www.jomhornews.com