د ولسي جرګې رییس او طالبانو د مشورتي لویې جرګې مخالفت وکړ

16 اسد 1399 ساعت 9:07

د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني او طالبانو د ۴ سوه طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه د لویې جرګې رابلل یو غیر قانوني اقدام بللی.


د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني او طالبانو د ۴ سوه طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه د لویې جرګې رابلل یو غیر قانوني اقدام بللی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس رحماني ویلي، د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د تصمیم لپاره د مشورتي لوی جرګې جوړول غیرقانونياقدام دی.

ښاغلي رحماني د ولسمشرغني سره له کتنې او د سولې د مشورتي لوی جرګې د بحث په هکله لیکلي«کله چې د ملي شورا په مجلس کې د خلکو رښتني استازي حضور لري د هر ډول لوی جرګې جوړیدل غیر قانوني دي.»

نوموړي ویلي، دولت باید د مهمو او سرنوښت جوړونکو ملي مسایلو په ځانګړې توګه د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او د ۴۰۰ طالب بندیانو د تبادلې په هکله ړ ملي شورا د غړو سره فوق العاده ګډه غونډه وکړي.

په ورته وخت کې طالبانو هم د حکومت له لورې د مشورتي لوی جرګې راغوښتل د سولې د هڅو پر وړاندې د موانعو رامنځ ته کول ګڼلي او ویلي یې دي چې دا ډول جرګه قانوني حیثیت نه لري.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، ممکن له دې جرګې څخه نور هم د افغان ولس د هیلو او سولې پر خلاف استفاده وشي، نو له سرتاسري سولې او سیاسي توافق څخه مخکې داسې جرګې راغوښتل، د ملت نمایندګي نه شي کولای او کوم قانوني حیثیت هم نه لري، ځکه چې د کابل اداره قانوني نه ده.

د یادونې ده، ولسمشر غني د لوی اختر په لومړۍ ورځ اعلان وکړ چې د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول چې ویل کیږي "حق العبدی ادعاوی" پرې شته د هغه د صلاحیت په چوکاټ کې ندي او په مشورتي لویه جرګه کې د افغانستان د ولس استازي باید پدې هکله تصمیم ونیسي.

له دې وروسته د جرګې د جوړېدو لپاره چمتوال پیل شو او ټاکل شوې سبا د زمري ۱۷ مه د جمعې په ورځ کابل کې مشورتي لویه جرګه جوړه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 130255

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130255/

جمهور
  https://www.jomhornews.com