برېتانوي سیاستوال او پخوانی پوځي:

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون ترهګري او د نشه توکو کاروبار لا پیاوړی کړی

16 اسد 1399 ساعت 9:08

یو برېتانوي سیاستوال او پخواني پوځي ویلي، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ترهګري او د نشه يي توکو کښت او قاچاق لا پیاوړی کړی دی.


یو برېتانوي سیاستوال او پخواني پوځي ویلي، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ترهګري او د نشه يي توکو کښت او قاچاق لا پیاوړی کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بریتانوی سیاستوال او پخوانی پوځي چې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو ترمنځ یې افغانستان کې هم دنده ترسره کړې وايي، افغانستان کې د ناټو ځواکونو له اتلس کلن ناکام حضور سره سره لا هم طالبان د افغانستان پر ډېره برخه خاوره کنټرول لري.

نوموړي زیاته کړې، له دې  سره د مخدره توکو کښت په کې تر پخوا ډېر دی، قاچاق یې د اروپا په ګډون ټولې نړۍ ته کېږي، په لسګونه لوستې نجونې د خپلو پولیس همکارانو له لوري ځورول کېږي.

دغه راز هغه ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو په شتونکې  لا هم د ورځې لسګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړې او په خبره یې، په اوونۍ کې شاوخوا ۲۰۰ پولیس د وسله والو بریدونو په ترڅ کې وژل کېږي.

کیون هارلي چې د جاسوسانو لوی درسیتز مقام ته رسېدلی دی زیاتوي، پورته یادو شویو مواردو ته په کتو چې هر څوک افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ګټور بولي اشتباه کوي.

 دغه برېتانوي سیاستوال زیاته کړې، که څه هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به اروپا تر دې ډېره د مخدره توکو په بازار بدله کړي خو په خبره یې، بهرنیو ځواکونو وحشتناکه ماتې خوړلې نو ښه به وي چې په مسوولانه ډول له یاد هېواده و وځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130256

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130256/

جمهور
  https://www.jomhornews.com