پاکستان کې د لاریون پرمهال چاودنې ۳۹ تنه ټپیان کړي دي

16 اسد 1399 ساعت 12:40

په پاکستان کې د یوې افراطي مذهبي ډلې له خوا په تنظیم شوي لاریون کې چاودنې لسګونه کسان ټپیان کړي دي.


په پاکستان کې د یوې افراطي مذهبي ډلې له خوا په تنظیم شوي لاریون کې چاودنې لسګونه کسان ټپیان کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لاریونونه پرون د هندوستان له‌ خوا د کشمیر د ځانګړي موقف د ختمولو د پرېکړې د کال د پوره کېدو په مناسبت شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، پر یوه لاریون د لاسي بم برید شوی، چې په ترڅ کې یې ۳۹ تنه ټپیان شوي، چې د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.

 د دغه برید مسوولیت یوې بېلتون غوښتونکې ډلې، سندهو دېش انقلابي پوځ منلی، هغه ډله چې په وروستیو میاشتو کې ډېره فعاله شوې ده.

دا حمله په داسې حال کې وشوه چې پرون د پاکستان په عمده ښارونو کې لاریونونه وشول او سیاسي مشرانو، تجارتي اتحادیو، د وکیلانو شوراګانو او د بشري حقونو فعالانو په‌ کې برخه واخیسته.

دوی د هند تر ولکې لاندې د کشمیر د ځانګړي موقف ختمول وغندل او دا یې د هندوستان ځپونکې پرېکړه بللې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130271

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130271/

جمهور
  https://www.jomhornews.com