لویه څارنوالي وايي یو لوی فرېبکاره او جعل کوونکی یې نیولی دی

16 اسد 1399 ساعت 12:43

لویه څارنوالي وايي یو کس یې د فرېبکارۍ او جعل په تور نیولی دی چې د خلکو سلګونه زره ډالر یې ترې په بېلو پلمو او فرېبکاریو اخیستي وو.


لویه څارنوالي وايي یو کس یې د فرېبکارۍ او جعل په تور نیولی دی چې د خلکو سلګونه زره ډالر یې ترې په بېلو پلمو او فرېبکاریو اخیستي وو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لویې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې دا کس برهان عرش نومېږي چې له ډېرو کسانو یې د کاناډا د وېزې ورکولو په نامه له ۲۰ تر ۱۰۰ زره پورې ډالر اخیستي دي.

د څارنوالۍ په وینا دغه کس د هټیو او سترو شرکتونو بېلونه او اسناد جعل کړي او له دوی یې لسګونه زره ډالر وړي وو.

لویه څارنوالي وايي، تر دې دمه دېرشو کسانو د برهان عرش له جعلکاریو او فریبکاریو شکایت ورته کړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې دغه قضیې یې یوازې په کابل کې په اړه ثبت شوې دي خو داسې راپورونه شته چې برهان نومي کس په نورو ولایتونو کې هم له خلکو سره دوکې کړې دي.

لویه څارنوالي زیاته کړې، دوی به ټولې قضیې په سمه توګه څېړي او په خبره یې یاد کس د افغان حکومت په توقیف کې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130273

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130273/

جمهور
  https://www.jomhornews.com