د ملګرو ملتونو امنیت شورا:

افغانستان کې باید د ترهګرو بریدونو مسوولین محاکمه شي

16 اسد 1399 ساعت 12:46

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، په افغانستان کې دې د ترهګریزو بریدونو مسؤلین محاکمه او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې دې همکاري زیاته شي.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، په افغانستان کې دې د ترهګریزو بریدونو مسؤلین محاکمه او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې دې همکاري زیاته شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې شورا د ننګرهار په عمومي محبس د داعش وسله والې ډلې موتر بم او ډله ییز برید په اړه غبرګون ښودلی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.

دغه شورا ویلي، باید د دغه ډول بریدونو او ترهګرو ډلو مالي ملاتړي، همکاران، روزونکي، تجهیزوونکي، مشران او لارښوونکي محکمې ته و ایستل شي او د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د محاکمه شي.

شورا نړیوالو ته په یو بیان کې ویلي دوی په دې سختو شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي او باید چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې دې له افغانستان سره همکاري زیاته شي.

سرچینه کاږي په افغانستان کې د ترهګرو اوسني فعالیتونه نه یواځې دغه هېواد بلکې ټولې نړۍ ته خطر دي چې باید نړیوال ورته متوجه اوسي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه څرګندونې وروسته تر هغه کړي چې د ننګرهار پر محس برید خلکو ته شکونه او پوښتنې راولاړې کړي دي.

د یادونې ده، چې د تېرې یکشنبې په ورځ داعش ډلې د ننګرهار پر محبس برید کې د ملکي او امنیتي سرتېرو په ګډون ۲۵ کسان ووژل او ۵۰ نور ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130274

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130274/

جمهور
  https://www.jomhornews.com