د کابل والي له وسله وال برید نه روغ وتلی دی

18 اسد 1399 ساعت 11:19

د کابل په والي محمد یعقوب حیدري وسله وال برید شوی، چې نوموړی روغ ترې وتلی خو یو ساتونکی یې وژل شوی دی.


د کابل په والي محمد یعقوب حیدري وسله وال برید شوی، چې نوموړی روغ ترې وتلی خو یو ساتونکی یې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د والي ویاند ناصر مهري وايي، پر ښاغلي حیدري پرون جمعه د زمري ۱۷ مه مازیګر مهال د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې وسله وال برید شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، والي خپل کور ته نېږدې تر برید لاندې راغلی، خو امنیتي ځواکونو له طالبانو سره نښته کړې ده.

دی وايي، والي له برید څخه روغ وتلی خو یو امنیتي ساتونکی وژل شوی دی.

د کابل د والي ویاند وايي، په نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه یې کره معلومات نه لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 130313

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130313/

جمهور
  https://www.jomhornews.com