۰

پمپیو د قریشي سره پر افغان سوله خبرې کړې، پاکستان د هرډول همکارۍ ژمنه کړې

شنبی ۱۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۲
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
پمپیو د قریشي سره پر افغان سوله خبرې کړې، پاکستان د هرډول همکارۍ ژمنه کړې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، قریشي او پمپیو پرون جمعه د زمري ۱۷مه په تلېفون خبرې کړې دي.

د سرچینې په وینا قریشي ویلي، د افغان سولې په باره کې د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدل په دې مانا دي چې افغانان سولې ته لېوال دي او ټول د دې غوښتونکي دي چې روانه جګړه نوره پای ته ورسېږي.

اعلامیه زیاتوي قریشي د افغانستان وروستیو بدلونونو ته په کتو سره ویلي اړتیا ده چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

نوموړي ټینګار کړی چې هېواد یې د افغان سولې له پروسې سره همکاري کوي او تر هغه به دغه همکاریو ته دوام ورکوي، تر څو چې په افغانستان کې سوله نه ویي راغلي.

هغه ویلي تل یې هڅه کړې چې په افغانستان کې جګړه ختمه شي او افغانان یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي.

همدارنګه دواړو لورو د امریکا او پاکستان د اړیکو په پراختیا هم خبرې کړي دي.

 په ورته وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې له قریشي سره یې پر افغان سوله خبرې کړې  دي.

نوموړي زیاته کړې، له خپل پاکستاني سیال سره یې د ټلیفون له لارې د افغان سولې په اړه د دوامداره همکارۍ او سیمه کې د ثبات د اهمیت په اړه خبري کړي دي.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ګټو اهدافو تر لاسه کېدو لپاره د همکارۍ زیاتوالې ته هیله مندي ښودلې ده.
 
پمپیو او قریشي پر داسې مهال پر افغان سوله خبرې کوي، چې دلته افغانستان کې د ۴۰۰ بندیانو د خوشي کولو په اړه مشورتي  لویه جرګه رابلل شوې.

د جرګې د پرانستې په مراسمو کې افغان ولسمشر غني و ویل، طالبانو ژمنه کړې، که د دوی ۴۰۰ بندیان ورخوشي شي نو بین الاافغاني خبرې به پیل کړي.

هغه دا هم و ویل، چې طالبانو خبرداری ورکړی، که بندیان یې خوشي نه شي طالبان به نه یوازې بېرته جګړه پیل کړي، بلکې لا به یې شدیده کړي.

افغان ولسمشر که چېرې جرګه د بندیانو د خوشي کولو پرېکړه وکړي او بندیان خوشي شي نو درې ورځې وروسته به بین الاافغاني خبرې پیل شي.

د هغه په وینا د بین الاافغاني خبرو په پیل سره به د دواړو لوریو د پلاویو تر منځ د خبرو لومړنۍ اجنډا دایمي اوربند وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي