د سولې د مشورتي لویې جرګې او د مصالحې د عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د ۴۰۰ زندانیانو تر خلاصون درې ورځې وروسته بین الاافغاني خبرې پیلېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله چې پرون شنبې د مشورتي جرګې د ۵۰ ګونو کمېټو د راپورونو تر اورېدو وروسته مازیګر مهال په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې و ویل، چې په دغه کمېټو کې د اکثریتو غړو نظر د ۴۰۰ زندانیانو په خلاصون وو.
د هغه په وینا کابو ټولو کمېټو ویل، چې سولې ته د رسېدو په پاره دواړه لوري باید انعطاف وښي او ۴۰۰ زندانیان باید په نړیوال ضمانت او د دایمي اوربند په شرط خوشي شي.
نوموړي زیاته کړه، چې سبا ( نن یکشنبې د زمري ۱۹مه) ته د جرګې پرېکړه اعلانېږي او د بندیانو له خلاصون درې ورځې وروسته بین الافغاني خبرې پیلېږي.
ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ، چې د بین الافغاني خبرو پیل پر وړاندې د طالب زندانیانو له خلاصون پرته بل کوم خنډ نشته دی او د یادو زندانیانو تر خلاصون درې ورځې وروسته به د بین الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو په قطر کې تر سره شي.
عبدالله څرګنده کړې چې د جرګې ګډونوالو د سولې راتلونکي په اړه هم خپلې اندېښنې او وړاندیزونه له دوی سره شریک کړي او په وینا یې، په مخامخ خبرو کې به د افغانانو ټولو اندېښنو ته په پام له مقابل لوري سره مخ ته لاړ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل