خلیلزاد:

د طالب زندانیانو د خلاصون پروسې سره سم باید بین الاافغاني خبرې پیل شي

20 اسد 1399 ساعت 9:11

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ۴ سوه طالب زندانیانو د خلاصون په اړه د مشورتي لویې جرګې له تایید او د ولسمشر له خوا د زندانیانو د خوشي کولو هرکلی کړی دی.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ۴ سوه طالب زندانیانو د خلاصون په اړه د مشورتي لویې جرګې له تایید او د ولسمشر له خوا د زندانیانو د خوشي کولو هرکلی کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد ویلي، دا یو ښه فرصت دی او د زندانیانو د خلاصون پروسې له بشپړېدو سره باید بین الاافغاني مذاکرات پیل شي.

خلیلزاد ټينګار کړي، چې دا د افغان سولې لپاره غوره فرصت دی او دواړو خواوې دې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

نوموړي هیله ښودلې چې د زندانیانو د خوشې کولو بهیر ډېر ژر بشپړ او بین الافغاني خبرې پیل شي، چې په هغه کې د سولې پر تګلاره، د اوربند پر رامنځته کېدو او د جګړې او تاوتریخوالي پر پای ته رسېدو بحثونه کېږي.

په ورته مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له اسوشیټېډ پریس خبري آژانس سره په خبرو کې د ولسي جرګې پرېکړه مثبت بللې ده.

سهیل شاهین د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د لویې جرګې له پرېکړې هرکلی کړی دی، خو ویلي یې دي چې طالبان له امریکا سره د سولې موافقې ته ژمن دي او د اوربند په اړه بحث به د همدې موافقې له مخې په بین الافغاني خبرو کې وشي.

ولسمشر غني د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د مشورتي لویې جرګې غوښتنه تائید کړه او ژمنه یې وکړه چې ډېر ژر به د بندیانو د خلاصون حکم لاسلیک کړي.

د جرګې غړو هم په صادر شوي پرېکړه لیک کې ټینګار وکړ چې د بندیانو له خوشې کېدو سره دې له کومې پلمې پرته د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130400

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130400/

جمهور
  https://www.jomhornews.com