امریکايي رسنۍ: افغانستان کې د داعش فعالیتونه زیات شوي دي

20 اسد 1399 ساعت 9:21

امریکایي رسنۍ وایي، د طالبانو او امریکا د سولې تر هوکړې وروسته داعش وسله والې ډلې افغانستان کې ځان ته د پښې ځای پیدا کړی دی.


امریکایي رسنۍ وایي، د طالبانو او امریکا د سولې تر هوکړې وروسته داعش وسله والې ډلې افغانستان کې ځان ته د پښې ځای پیدا کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه امریکایي رسنیو زیاته کړې، چې یاده ډله او اوس هڅه کوي خپل فعالیتونه نورهم ډاډمن کړي.

د ګلوبل سکیورټي ریويو په نوم یوې امریکایي رسنۍ په یوه راپور کې ویلي، د ننګرهار پرمحبس او دغه راز د کابل دشت برچي سیمه کې بریدونو ته په کتو ویلی شو، چې  طالبان د داعش ډله اوس هم د لاس پاک په توګه استعمالوي.

سرچینې زیاته کړې، چې په اوس وخت کې  ډېری بریدونه یا د طالبانو او یا هم د حقاني شبکې له لوري تنظمېږي، چې وروسته یې بیا پړه داعش ډله پرغاړه اخلي.

ګلوبل سکیورټي ریويو وايي، طالبانو اوس په افغانستان کې خپل ایډیالوژیک ملاتړ له لاسه ورکړی او داعش ډلې یې پرځای د ترهګرۍ د نوي پاڅون په توګه فعالیت پیل کړی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې داعش وسله واله ډله اوس په یوه نړیوال سرخوږي بدله شوې او ډيری جنګیالي یې له پاکستان، ازبکستان او تاجکستان څخه دي.

د سرچینې په وینا داعش وسله واله ډله تر ډېره هڅه کوي د افغانستان د بې وزله وګړو مغزونه ووینځي او له ناداره خلکو څخه د پیسو په بدل کې په لویو ترهګریزو کړنو کې ګټه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130402

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130402/

جمهور
  https://www.jomhornews.com