کندهار کې چاودنو ۱۰ تنه ملکي وګړي وژلي دي

20 اسد 1399 ساعت 9:30

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې دوه ماین چاودنې ۱۰ تنه وژلي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې دوه ماین چاودنې ۱۰ تنه وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنې  پرون یکشنبې د زمري ۱۹ مه د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي وايي، لومړی چاودنه د یادې ولسوالۍ د شنه نري په سمیه کې د ولسي وګړو په موتر شوې، چې په کې ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې  دوهمه ماین چاودنه هم د همدې  ولسوالۍ د برج کلي په سیمه کې په دوه پلیو کسانو شوې، چې دواړه یې وژلي دی.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، ماینونه طالبانو اېښي و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 130404

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130404/

جمهور
  https://www.jomhornews.com