امریکا شرایطو ته په کتو افغانستان کې سرتېري کموو

22 اسد 1399 ساعت 8:32

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون اعلان کړی، چې شرایطو ته په کتو به په افغانستان کې د خپلو سرتېري شمېر راکموي.


د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون اعلان کړی، چې شرایطو ته په کتو به په افغانستان کې د خپلو سرتېري شمېر راکموي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پنټاګون په یوه اعلامیه کې ویلي، هڅه کوي په راتلونکو څلورو میاشتو کې د خپلو سرتېرو شمېر تر پنځو زرو راکم کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سرتېرو د کمولو پروسه به شرایطو ته په کتو او د امریکا له کانګرس او ناټو له متحدینو سره په موشوره مخ ته ځي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم په یوه مرکه کې ویلي و، چې ډېر ژر به افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر پنځه یا څلور زره پورې راکم کړي.

له افغانستان څه د امریکايي سرتېرو وتل هغه څه دي، چې امریکا یې په اړه په قطر کې له طالبانو سره هوکړه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130458

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/130458/

جمهور
  http://jomhornews.com