ولسمشرغني:

ژر تر ژره باید د سولې بین الاافغاني خبرې نورې پیل شي

22 اسد 1399 ساعت 9:36

ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت د مذاکراتي پلاوي سره د کتنې پر مهال ټینګار کړي، چې ژر تر ژره باید د طالبانو سره خبرې پیل شي.


ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت د مذاکراتي پلاوي سره د کتنې پر مهال ټینګار کړي، چې ژر تر ژره باید د طالبانو سره خبرې پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ خپرپاڼه وايي، ښاغلي غني پرون سه شنبې د زمري ۲۱ مه چهارچینو ماڼۍ کې ولیدل د سولې په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

خبرپاڼه وايي، پیل کې د مذاکراتي ټیم مشر محمد معصوم ستانکزي او یو شمېر غړو د طالبانو ډلې سره د مذاکراتو د پیل او سولې پروسې په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي ستانکزي ویلي، چې د سولې مشورتي لویې جرګې غوښتنو ته په پام به د واحد ټیم په توګه د افغانستان اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې له طالبانو سره په مذاکراتو کې د ولس غوښتنې په پام کې ونیسي.

په ورته وخت کې ښاغلي غني ویلي، د سولې مشورتي لویه جرګه کې زموږ سیاسي قوت ټولو ولید او نړۍ په یوه لیدلوري او قوت ستاسو ملاتړې ده او دا ستاسو لپاره لویه پانګه ده.
 
هغه زیاته کړه، د سولې مشورتي لویې جرګې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لپاره د سولې تګلاره وټاکله او موږ یې تحقق ته ژمن یوو.

ښاغلي غني ویلي«موږ سولې ته ژمن یوو او د دې لپاره مو عملي هڅې او اقدامات کړي او موخه مو داده چې جګړه په اساسي توګه پایته ورسېږي.»

نوموړی وايي،  د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکره کوونکی پلاوی د طالبانو ډلې سره د تلپاتې او باعزته سولې لپاره چې د خلکو غوښتنه ده، مذاکرات کوي.
 
ولسشمر زیاته کړې، چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د بښنې فرمان له لاسلیک وروسته، د خلکو تمه دا ده چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره د طالبانو ډلې د مذاکراتو پر وړاندې باید نور هېڅ خنډ او پلمه وجود ونه لري او ژر تر ژره باید پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130467

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130467/

جمهور
  https://www.jomhornews.com