روسیه:

نړیوال امنیت او سیاسي وضعیت د چټک بدلون په حال کې دی

22 اسد 1399 ساعت 14:29

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، نړیوال امنیت او سیاسي وضعیت د چټک بدلون په حال کې دی او امریکا پر نړۍ د واکمنۍ خوبونه ګوري.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، نړیوال امنیت او سیاسي وضعیت د چټک بدلون په حال کې دی او امریکا پر نړۍ د واکمنۍ خوبونه ګوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ویلي، سره له دې چې نړیوال امنیت او سیاسي وضعیت په بدلون کې دی او امریکا پر نړۍ د واکمنۍ حرص لري، خو تر څنګ یې وېره او اندېښنه هم ورته ډېره شوې ده.

دی وايي، ښايي امریکا له همدې وېرې اټومي وسلو ته لاس کړي او ځینې اټومي وسلې استعمال کړي.

د هغه په وینا نو ځکه روسیه له نړیوالو سره پر بحثونو بوخنه ده، تر چې په نړۍ کې د نظم او امنیت د ساتلو لپاره نوي ژمنې رامنځ ته کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف وايي، دوی په دې هڅه کې دي څو تر دې د نړیوال وضعیت د خرابېدو مخه ونیسي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیوکې د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکې ډیرې ترینګلي شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 130476

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130476/

جمهور
  https://www.jomhornews.com