د پاکستان د پوځ مشر:

د افغان سولې بین الافغاني مذاکرات دې ژر پیل شي

22 اسد 1399 ساعت 14:46

د پاکستان نظامي چارواکو په یوه ناسته کې افغان سوله د سیمې امنیت او ثبات لپاره اړینه بللې او د افغانانو د خپلمنځي خبرو پر ژر پیلېدو یې ټینګار کړی دی.


د پاکستان نظامي چارواکو په یوه ناسته کې افغان سوله د سیمې امنیت او ثبات لپاره اړینه بللې او د افغانانو د خپلمنځي خبرو پر ژر پیلېدو یې ټینګار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په دې غونډه کې  د افغان سولې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو خوښي څرګنده کړې ده.

د پوځ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، باجوه د افغان حکومت له لوري یې د ۴۰۰ طالب زندانیانو خلاصون ته په اشارې ویلي، افغانستان کې د سولې لپاره یو غوره فرصت برابر شوی.

د پاکستان د پوخ مشر جنرال باجوه ټینګار کړي، چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره بین الافغاني مذاکراتو ته سخته اړتیا ده او له هر څه ژر باید پیل شي.

د یادونې ده چې پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم له افغان سفیر سره په لیدنه کې د بین الافغاني مذاکراتو پر ژر پیلېدو یې ټینګار کړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130481

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130481/

جمهور
  https://www.jomhornews.com