فراه کې بمي چاودنې ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

23 اسد 1399 ساعت 8:50

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې فراه ولایت کې د یوې بمي چاودنې له امله د پولیسو په ګډون ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې فراه ولایت کې د یوې بمي چاودنې له امله د پولیسو په ګډون ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دوی په وینا چاودنه پرون چهارشنبې د زمري ۲۲ مه مازیګر مهال د فراه امنیه قوماندانۍ ته نېږدې شوې ده.

د فراه د ولایتي شورا غړي دادالله قانع وايي، چاودنه د امنیت مرستیال آمر حاجي قادر خان په موټر شوې، خو نوموړي ته په کې زیان نه دی اوښتی.

نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو کورنیو چارو وزارت هم د چاودنې او په کې د مرګ ژوبلې اوښتو پخلی کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، په دغه پېښه کې ۴ پولیس وژل شوي او ۲۲ ملکي وګړي پکې ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 
 


د مطلب کود: 130497

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130497/

جمهور
  https://www.jomhornews.com