کابل، واشنګټن او تاشکند د سیمې په روانو حالاتو خبرې کړې

23 اسد 1399 ساعت 9:19

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له افغانستان او امریکا سره یې په سیمه کې پر روان وضعیت او افغان سولې خبرې کړې دي.


د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له افغانستان او امریکا سره یې په سیمه کې پر روان وضعیت او افغان سولې خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د یادو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو په دغه درې اړخیزه غونډه کې په افغانستان کې پر روان امنیتي او سیاسي وضعیت خبرې شوې دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې غونډه کې همدا راز و ویل شول، چې په سیمه کې د افغان سولې په اړه اجماع موجوده ده او ټول ګاونډیان په دې برخه کې همکاري کوي.

ازبکستان او امریکا همدا راز ویلي، دوی به د افغانستان په پرمختګ او اقتصادي وده کې همکاري کوي.

ازبکستان زیاته کړې، چې د تل په څېر د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغان سولې له روان بهیر ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130501

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130501/

جمهور
  https://www.jomhornews.com