ناټو:

د تل پاتې سولې تر راتلو له افغانستان سره ولاړ یو

23 اسد 1399 ساعت 9:21

کابل کې د ناټو ملکي استازی وايي، ناټو سازمان به د تل پاتې سولې تر راتلو پورې له افغانستان او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړ وي.


کابل کې د ناټو ملکي استازی وايي، ناټو سازمان به د تل پاتې سولې تر راتلو پورې له افغانستان او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړ وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې کابل د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتیکورو پرون چهارشنبې د زمري ۲۲ مه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لومړي مرستیال امراالله صالح سره په لیدنه کې کړې دي.

نوموړي ډاډ ورکړي، ناټو به تلپاتې سولې ته تر رسېدو له افغانستان او ملي امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ وي او په دې برخه کې به خپلو هر اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.

افغانستان کې د ناټو پر ټویټر پاڼه راغلي چې پونتیکورو له ښاغلي صالح سره د سولې برخه کې پر پرمختګونو او بین الافغاني مذاکراتو ته پر چمتوالي خبرې اترې کړې دي.

د یادونې ده چې د افغان حکومت له لوري د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدو د فرمان تر لاسلیکېدو وروسته ګڼو هېوادونو او سازمانونو د حکومت له پرېکړې هرکلی کړی او د بین الافغاني مذاکراتو پر ژر پیلېدو یې ټینګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130502

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130502/

جمهور
  https://www.jomhornews.com