د تخار مرکز کې یو ښوونځی سوځول شوی دی

23 اسد 1399 ساعت 10:02

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د تخار ولایت مرکز تالقان ښار کې د یوې لېسې ودانۍ سوځوېدلې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د تخار ولایت مرکز تالقان ښار کې د یوې لېسې ودانۍ سوځوېدلې ده.

د تخار د پولیسو ویاند سید معراج الدین نن پنشنبې د زمري ۲۳ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دغه پېښه تېره شپه رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، په مرکز تالقان ښار کې تېره شپه د یوې لېسې ودانۍ ته اور ورته کړل شوی او سوځېدلې ده.

د ده په وینا د ودانۍ دوهم پوړ چې تر ډېره تعلمي اسناد او د ښوونځي کاري توکي په کې ساتل کېدل، په مکمل ډول له منځه تللی.

دی وايي، ښايي دغه کار د همدې لېسې مدیر د خپلې جعل کارۍ او فساد د پټولو په موخه کړی وي، چې په اړه یې څېړنې روانې دي، خو تر اوسه روښانه شوې نه ده.

د پولیسو د وینا په وینا په همدې شپه ۲ بجې د پولیسو ګزمې د دغه شاوخوا یو لنډ غر کس چې د لېسې له مدیر سره رابطه لري لیدلي، خو اوس هغه له سیمې تښتېدلی دی او کېدای شي ښوونځي ته همدې کس اور ورته کړی وي.

نوموړي و ویل، چې پولیسو د یاد کس د نیولو لپاره هڅې پیل کړې خو تر اوسه یې نه دی نیولي.

د تخار د پولیسو ویاند په پېښه کې د طالبانو لاس لرل هم ځکه رد کړل، چې په وینا یې هغوی نه شي کولی د ښار په منځ کې چېرته چې چټک پانټونه هم موجود وي دغه شان یو کار وکړی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130507

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130507/

جمهور
  https://www.jomhornews.com