غزني او زابل کې ۳۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوشتې ده

23 اسد 1399 ساعت 12:00

ملي دفاع وزارت وايي، غزني او زابل ولایتونو کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او جګړه کې ۳۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، غزني او زابل ولایتونو کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او جګړه کې ۳۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن پشنبې د زمري ۲۳ مه په دوه جلا خبرپاڼو کې ویلي، طالبانو تېره شپه د غزني د مرکز اړوند او د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

خبرپاڼه وايي، د غزني د مرکز اړوند د ارزو په دواړو سیمو کې د جګړې پر مهال ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دغه راز په بله خبرپانه کې ویل شوي، د زابل د شاجوی په جګړه کې بیا ۸ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور یې ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په دواړو عملیاتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وزارت د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 130516

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130516/

جمهور
  https://www.jomhornews.com