د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې امر و جنايي مدیر له دندو لرې شول

23 اسد 1399 ساعت 13:06

کورنیو چارو وزارت وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني په امر یې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې امر او جنايي مدیر له دندو لرې کړې دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني په امر یې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې امر او جنايي مدیر له دندو لرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت ویلي، دغه دوه امنیتي مسوولین وروسته له هغې له دندې ګوښه کړای شول، چې ولسمشر غني او د ملي امنیت سلاکار له دې حوزې د لیدنې پر مهال د حوزې وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

د وزارت ویاند طارق ارین وايي، له دې لیدنې وروسته ولسمشر د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ، چې د دې حوزې مسوولين د وظيفوي غفلت، بې نظمۍ او دسپلين نه مراعات له کبله له دندو لرې کړي.

ارین زیاته کړه، چې ولسمشر دغه راز د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ څو په دې برخه کې اصلاحات رامنځته کړي.

په کابل ښار کې په دې وروستیو کې وسله والې غلاوې، لارې شکوونکي وسله والې ډلې ډیرې شوي، چې ښاریان یې اندېښمن کړي دي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130519

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130519/

جمهور
  https://www.jomhornews.com