د حکومت د مذاکراتي ټیم غړ فوزیه کوفي په یوه برید کې ټپي شوې

25 اسد 1399 ساعت 8:45

له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم غړې او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي په یوه وسله وال برید کې ټپي شوې ده.


له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم غړې او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي په یوه وسله وال برید کې ټپي شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پر مېرمن پرون جمعه د زمري ۲۴ مه ماښام مهال د کابل – پروان پر لویه لار وسله وال برید شوی دی.

د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم مشر او د ملي امنیت مخکینی رییس محمد معصوم ستانکزي په خپل ټوېټر پر مېرمن کوفي د برید پخلی کړی دی.

نوموړي ویلي، مېرمن کوفي د کابل پر لور روانه وه، چې د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا تر برید لاندې راغلې ده.

د ښاغلي ستانکزي په وینا مېرمن کوفي په دغه برید کې سطحي ټپي شوې او روغتیايي وضعیت یې ښه دي.

د هغه په وینا امنیتي ادارې د پېښې په هکله څېړنې کوي چې جزیات به یې وروسته له خلکو سره شریک کړي.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې د افغان حکومت د مرکچي ټیم دغه غړې په داسې حال کې د یوه وسله وال برید هدف ګرځي چې ښايي د حکومت او طالبانو تر منځ په نږدې راتلونکي کې د سولې خپلمنځي خبرې پیل شي.

جمهورخبری آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130555

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130555/

جمهور
  https://www.jomhornews.com