سهیل شاهین:

پر اسلامي نظام له توافق وروسته به مو جنګیالي د حکومت په ځانګړې اډانه کې منظم شي

25 اسد 1399 ساعت 9:38

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، که په بین الاافغاناني مذاکراتو کې پر اسلامی نظام توافق وشي، په هغه صورت کې به طالب جنګیالي د حکومت په یوه ځانګړي تشکیل کې منظم شي.


په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، که په بین الاافغاناني مذاکراتو کې پر اسلامی نظام توافق وشي، په هغه صورت کې به طالب جنګیالي د حکومت په یوه ځانګړي تشکیل کې منظم شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شاهین دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکو ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې بین الاافغاني خبرې پیل شي.

که څه هم ویل کېږي د خبرو ځای ټاکل شوی خو د خبرو د اجنډا په اړه دواړه لوري بېلا بېل نظرونه او اجنداوې لري.

افغان حکومت وايي، په بین الاافغاني خبرو کې به یې د اجنډا لومړی برخه پر اوربند راڅرخي، خو طالبان بیا وايي، دوی ځان ته خپله اجنډا لري.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین جمهور خبري آژانس سره خبرو کې و ویل، چې طالبان افغانستان د اسلامي امارت په حیث د د خبرو لپاره مشخصه اجنډا لري.

نوموړي زیاته کړه«طبعآ موږ د افغانستان د اسلامي امارت په حیث ځان ته اجنډا لرو، په هغې مو خبرې کړې او د ځانګړې اجندا سره به د بین الاافغاني خبرو پر لور لاړ شو.»

ښاغلي شاهین د دغه پوښتنې په ځواب کې که چېرې بین الاافغاني خبرو کې توافق وشي آیا طالب جنګیالي به د افغان ځواکونو په لیکو کې ځای پر ځای شي که نه؟ و ویل، چې دا وروستۍ خبرې دي.
 
هغه په خپلو خبرو کې و ویل«دا وروستۍ مسله ده، کله چې د بین الاافغاني مذاکراتو په نتیجه کې اسلامي نظام رامنځ ته شي، نو طبعآ به زموږ مجاهدین له یوې مرحلې، چې جهاد (د اسلامي نظام رامنځ ته کېدل او د هېواد بیا رغونه ده) بلې مرحلې ته ځی، په هغه وقت کې به زموږ مجاهدین د یوه ځانګړي تشکیل په لرلو سره په حکومت کې منظم شي.»

خو شاهین بیا هم ټينګار وکړ، چې دا له وخته وړاندې او د همغه وخت خبره ده، چې باید د حکومت له جوړېدو وروسته دا کار وشي.

د یادونې ده، چې د لویې جرګې له خوا حکومت ته د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خلاصون مشوره چې تر ډېره بین الافغاني خبرو پر وړاندې خنډ بلل کېده، توافق هغه څه و چې د بین الاافغاني خبرو ژر پیل ته یې هیلې ډېرې کړې دي.

افغان حکومت د لویې مشورتي جرګې د پرېکړې وروسته پرون جمعه د ۴۰۰ طالب زندانیانو له ډلې ۸۰ تنه خوشي کړل او ویل کېږي، چې یو شمېر به نن هم خوشي شي.

ویل کېږي، که چېرې دغه بندیان ژر خوشي شي، نو کېدای شي په راتلونکو درې څلور ورځو کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي او طالبانو د پلاوی تر منځ مخامخ خبرې د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 130558

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130558/

جمهور
  https://www.jomhornews.com