افغان ځواکونو ډېورنډ فرضي کرښې ته نېږدې پوځي تمرینات کړي

25 اسد 1399 ساعت 10:10

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو ننګرهار ولایت کې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پوځي تمرینات کړي، چې موخه یې دوست او دښمن ته د افغان ځواکونو پیاوړتیا ښکاره کول دي.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو ننګرهار ولایت کې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پوځي تمرینات کړي، چې موخه یې دوست او دښمن ته د افغان ځواکونو پیاوړتیا ښکاره کول دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه تمرینات پرون جمعه د زمري ۲۴ مه د ننګرهار ولایت ګوشتۍ ولسوالۍ ګوڅړۍ سیمه کې پر داسې مهال شوي، چې د افغان پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیا هم شتون درلود.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي په دې نظامي تمریناتو کې پیاده، کمانډو، ضربتي، پوله ساتو او هوايي ځواکونو ګډون درلود او د خپلو درنو او سپکو وسلو وړتيا يي وښوده.

خبرپاڼه وايي، جنرال ضیا د دغه تمریناتو د نندارې مهال و ویل، چې له دې تمریناتو تر سره کولو یې موخه خلکو، د هېواد دوستانو او دښمنانو ته د افغان پوځ د وړتیا ورښودل او د خلکو د روحیې پیاوړي کول دي.

محمد یاسین ضیا دا هم وویل، ددې لپاره چې په راتلونکي کې د ملي امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او ضعف نقطې معلومې شي دغه شان پوځي تمرینات به ترسره کړي.

لوي درستيز وويل: «زموږ نظامي تطبيقات د افغانستان دوستانو او دښمنانو ته پيغام لري ګاونډي هېوادونه او زموږ ملګري زموږ د وړتیاو او زموږ د پولو د ساتنې په هکله ډاډمن دي، او هغه ځایونه چې دوی ترهګرو ته تجهیز او تمویل کوي، یو څرګند پیغام هم استوي چې موږ ترې خبر یو.»

جنرال ضیا ویلي، له دې وروسته به ډېر نور پوځي تمرینات د ډیورنډ فرضي کرښې او د هېواد سرحدي پولو ته نږدې تر سره شي.

د هغه په وینا، امنیتي او دفاعي ځواکونه جنګي او مسلکي وړتیاوې لري، چې کولی شي د افغانستان د داخلي او بهرنیو دښمنانو د بریدونو پر وړاندې د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي.

افغان ځواکونه دغه نظامي تمرینات پر داسې مهال کوي، چې د راپورونو له مخې پاکستان ډېورنډ کرښې ته څېرمه په نورستان، او ځینو نورو ختیځو ولایتونو کې اغزن سیمي له کرښې دې خوا ته راوړولی او ان ځینې کلي یې نیمايي په کې نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 130560

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130560/

جمهور
  https://www.jomhornews.com