غزني کې د طالبانو بریدونه شنډ او ۹ تنه یې وژل شوی دی

25 اسد 1399 ساعت 12:05

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو بریدونه مات کړي او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو بریدونه مات کړي او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبنې د زمري ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه اندړو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوه مرکز برید کړی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي طالبان د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي او د هغوی یې پر شاه تمبولي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په جګړه کې د ملا شریف او ملا فتح الله په ګډون ۹ وسله وال طابان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130572

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130572/

جمهور
  https://www.jomhornews.com