پروان کې د دوه پېغلو نجونو جسدونه موندل شوي دي

25 اسد 1399 ساعت 12:13

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې دوه پېغلې وژل شوې او جسدونه یې موندل شوي دي.


 سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې دوه پېغلې وژل شوې او جسدونه یې موندل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پروان د والي ویاند وحیده شهکار وايي، د دغه نجونو جسدونه د پروان مرکز چاریکار ښار کې موندل شوي.

د هغې په وینا دغه نجونې چې یوه یې کابو ۱۱ او بله یې ۲۱ کاله عمر لري مړي یې د جمعې په شپه په توغ بیردي کلي کې موندل شوي دي.

نوموړې وايي، تر اوسه د وژل شویو نجونو هویت او د وژل کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی، خو پولیسو پلټنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پروان د ګاونډ کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې هم د یوې انجلۍ د جسد د موندل کېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 


د مطلب کود: 130573

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130573/

جمهور
  https://www.jomhornews.com