طالبانو بیا له افغان حکومت سره له مذاکراتو انکار وکړ

25 اسد 1399 ساعت 15:50


په داسې حال کې، چې افغان حکومت په تمه دی په څو ورځو کې به یې پلاوی له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي دغه ډلې له حکومت سره له خبرو کولو یو ځل بیا انکار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو ویلي، دوی افغان حکومت په رسمیت نه پېژني نو ځکه خبرې هم له دوی سره نه بلکې، له افغاني سیاسي لوریو سره کوي.

طالبانو نن شنبې د زمري ۲۵ مه په یوه اعلامیه کې ټینګار کړي، چې افغان حکومت په رسمیت نه پېژني او بین الاافغاني مذاکرات به هم له افغاني جهتونو سره کېږي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، په دې وروستیو کې افغان حکومت د سولې په اړه ډول ډول پروپاګنډې خپروي او داسې انګیري چې ګواکي طالبان له دوی سره مخامخ خبرې کوي.

خو خبرپاڼه کې زیاته شوې، طالبان دغه حکومت په رسمیت نه پېژني او خبرې به هم یوازې له افغاني سیاسي جهتونو سره کېږي.
 
طالبانو همدا راز د زندانیانو په اړه د افغان حکومت څرګندونې رد کړې دي او وایي زندانیانو یې په هېڅ ډول جنایي جرمونو یا د مخدره توکو په قاچاق کې لاس نه دی لرلی.
 
طالبانو ټینګار کړی چې خبرو ته تیار دي، خو هغه خبرو ته چې د دوحې په هوکړه کې یې یادونه شوې ده او له افغاني جهتونو سره مخ ته ځي.
 
طالبانو داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې افغان حکومت یې پرون تر اتیا ډېر زندانیان خوشي کړل او ټاکل شوې چې نږدې ورځو کې بین الافغاني خبرې هم پيل شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130578

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130578/

جمهور
  https://www.jomhornews.com