۰
افغان حکومت:

طالبان د په نویو پلمو د سولې پر وړاندې خنډ نه رامنځ ته کوي!

یکشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۶
افغان حکومت یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې په نویو پلمو سره د سولې پر وړاندې خنډ رامنځ ته نه کړي او ژر تر ژره د بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي.
طالبان د په نویو پلمو د سولې پر وړاندې خنډ نه رامنځ ته کوي!
افغان حکومت یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې په نویو پلمو سره د سولې پر وړاندې خنډ رامنځ ته نه کړي او ژر تر ژره د بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان حکومت دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې طالبانو پرون شنبې د زمري ۲۵ مه په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی افغان دولت په رسمیت نه پېژني، نو ځکه خبرې هم له حکومت سره نه بلې له افغان سیاسي جهتونو سره کوي.

د طالبانو د اعلامیې په غبرګون کې د ارګ ویاند صدیق صدیقي ویلي، طالبان د نویو پلمو په لټولو غواړي د سولې پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

صدیقي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د طالبانو د خبرو اصلي طرف د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دی، چې د غوڅ اکثریت افغانانو استازیتوب کوي.

نوموړي ویلي، د طالبانو لپاره نور د خبرو کولو هېڅ پلمه نه ده پاتې او دغه ډله د افغان ملت د هېڅ برخې استازیتوب نه کوي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړې، د دې وخت رارسېدلی، چې طالبان د ولس هیلو ته وګوري، له تاوتریخوالي لاس واخلي او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانستان د خلکو غوښتنې ومني.

هغه لیکلي«غوره ده چې طالبان د افغانستان ننني واقعیتونه درک کړي. اصلي طرف یې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دی چې د افغانانو د غوڅ اکثریت استازیتوب کوي. د طالبانو وروستۍ څرګندونې متاسفانه د پلمو او د سولې پروسه کې د وخت ضایع کولو ادامه ده.»

د افغان حکومت ویاند ټینګار کړي، چې د طالبانو ډلې د خطرناکو غړو له آزادولو وروسته له طالبانو سره هېڅ پلمه نه ده پاتې او دغه ډله باید د ولس غوښتونکو ته مثبت ځواب و وايي او له افغان دولت سره خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي