۰

په کندهار کي د الکترونکي تذکزو وېش رسماً پیل شو

یکشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۰
په کندهار ولایت کې هم د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ په رسمي ډول پیل شوه او په لومړي سره کې به ۱۰۰۰ تنو ته دغه تذکرې ورکړل شي.
په کندهار کي د الکترونکي تذکزو وېش رسماً پیل شو
په کندهار ولایت کې هم د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ په رسمي ډول پیل شوه او په لومړي سره کې به ۱۰۰۰ تنو ته دغه تذکرې ورکړل شي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په کندهار کې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پرون شنبې د زمري ۲۵ مه پیل شوې ده.
 
دغه لړۍ د دې ولایت د والي حیات الله حیات، د ولایتي شورا د رییس حاجي سیدجان خاکرېزوال او یو شمېر نورو مسوولینو له خوا پیل شوه.
 
د کندهار د احصایې او معلوماتو ریاست وایي، له تېرې یوې نیمي میاشتي راهیسې یې د برېښنايي تذکزو د وېش لپاره د معلوماتو د ثبت، راجستر او بایومټریک پروسه پیل کړې ده.

سرچینه زیاتوي، چې تر اوسه ۲۵۰۰ کسان بایومتریک شوي، چې نن یې عملاً ۱۰۰۰ کسانو ته د تذکزو د وېش لړۍ پیل کړه.
 
جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي