د یوناما پلاوي قطر کې د طالبانو له استازو سره کتلي دي

26 اسد 1399 ساعت 15:50

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) وايي، د دوی یو پلاوی په قطر کې د طالبانو د سیاسي کمېسیون له غړو سره کتلي دي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) وايي، د دوی یو پلاوی په قطر کې د طالبانو د سیاسي کمېسیون له غړو سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یوناما د دغه لیدنې وخت نه دی په ګوته کړی، خو وايي، چارواکو یې روانه اوونۍ د افغانانو د خپلمنځي مذاکراتو د پیلېدو ملاتړ ښوولی دی.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې زیاته کړې، چې د مذاکراتو ته د زمینې برابروېدو لپاره د تاوتریخوالي کمولو ته اړتیا ده.

د یوناما پلاوی پر داسې مهال له طالب استازو سره ګوري، چې ویل کېږي په راتلونکو څو ورځو کې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پیل شي.

وړاندې حکومت ویلي و، چې د خبرو لوړمړۍ پړاو به قطر کې وشي، خو اوس ځینې سرچینې وايي، دغه خبرې ځنډېدلې دي.

د خبرو د ځنډ لامل نه دی په ګوته شوی، خو وړاندې طالبانو ویلي و تر چې د دوی ۴۰۰ زندانیان ټول نه وي خوشي شوي دوی بین الاافغاني مذاکراتو ته نه حاضرېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130620

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130620/

جمهور
  https://www.jomhornews.com