۱
د امریکا د سولې انستېتیوت:

افغان حکومت او طالبان باید لومړی د تاوتریخوالي پر کمولو او درولو خبرې وکړي

دوشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۱
د امریکا د سولې انستېتیوت څېړونکي وايي، افغان حکومت او طالبان باید خپل منخي خبرو کې د تاوتریخوالي په کمولو او بشپړ درولو بحث وکړي.
افغان حکومت او طالبان باید لومړی د تاوتریخوالي پر کمولو او درولو خبرې وکړي
د امریکا د سولې انستېتیوت څېړونکي وايي، افغان حکومت او طالبان باید خپل منخي خبرو کې د تاوتریخوالي په کمولو او بشپړ درولو بحث وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه انستېتیوت څېړونکي جاني والش ویلي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرو کې د بحث لپاره ډېر مسایل شته خو باید لومړی په اورکم او اوربند خبرې وکړي.

د هغه په وینا دا چې په دې خبرو کې به د بحث لپاره مسایل زیات وی او دي، نو ښايي مذاکرات اوونۍ او ان میاشتې وخت ونیسي.

دی وايي له همدې کبله کېدای شي، د افغانانو خپل منځي خبرې اوږده موده ونیسي او افغانستان سولې ته ونه رسېږدي.

والش ټینګار کړي، چې دواړه لوري لومړی باید د تاوتریخوالي په کمولو او بشپړ درولو خبرې وکړي او تر هغې وروسته نور مسایل مطرح او خبرې پرې وکړي.

د امریکا د سولې انسټېټیوټ دغه غړی وايي دواړو لورو ورته واکونه ورکړي، خو بیا هم په یواځې ځان هېڅ پرېکړه نه شي کولی او له خپلو مشرانو سره به تر ډېره په مشورو بوخت وي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت هم ویلي، له طالبانو سره مخامخ خبرو کې به یې لومړیتوب د تاوتریخوالي کمول او بشپړ اوربند وي، ځکه په وینا یې دا د ولس لومړۍ او اساسي غوښتنه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي