ملي تدارکاتو کمېسیون ۳۸ قراردادونه منظور کړل

28 اسد 1399 ساعت 9:13

د افغان حکومت د ملي تداراکاتو کمېسیون د ۲.۴ میلیارده د زیاتو افغانیو په ارزښت د ۳۸ تدارکاتي موارد منظور کړل.


د افغان حکومت د ملي تداراکاتو کمېسیون د ۲.۴ میلیارده د زیاتو افغانیو په ارزښت د ۳۸ تدارکاتي موارد منظور کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه تدارکاتي موارد د ولسمشر غني په مشرۍ د یاد کمېسیون په پرونۍ غونده کې منظور شوي دي.

په یاد ۳۸ پروژو کې د قلعه نجارا ګذر د زېربناوو د ښه کولو پروژې قرارداد، د بهرنیو چارو وزارت د ستوري ماڼۍ او مرکزي ودانۍ د اساسي ترمیم پروژې قرارداد، په هرات ولایت کې د افغانستان برښنا شرکت اړوند دوه قراردادونه، د لویې څارنوالۍ د تعمیراتو د اوسني کمپلکس د الحاقیې درې بلاکونو جوړولو پروژې قرارداد او د ملي دفاع وزارت د کمپیوټري تجهیزاتو، رنګ او د فوټوکاپي او پرنټرونو ماشینونو کارټریج تهیې او تدارک پروژې دوه قراردادونه شامل دي، له بحث وروسته منظور شول.

په همدې ترتیب ملي تدارکاتو کمېسیون د یو شمېر تدارکاتي موضوعاتو د لارښوونو او یادښتونو په اړه هم لازم تصمیمونه ونیول او اړوندو بنسټونو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

یاد کمېسیون د ځینو پروژو د تعدیل د منظورۍ پر غوښتنه غور او ارزونه وکړه او ترڅنګ یې د کمېسیون د مخکېنیو پرېکړو د لارښوونو د تحقق پر راپور هم بحث وکړ.

په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون غړو د یو شمېر پروژو د ارزونې لارښوونه وکړه او د پروژو د تطبیق پر څارنه یې ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130667

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130667/

جمهور
  https://www.jomhornews.com