کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کلیزې سره سم پر کابل ښار راکېټونه ویشتل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، نن سه شنبې د زمري ۲۹ مه سهار ۹:۳۰ بجې په کابل ښار څو راکېټونه ویشتل شوي.
نوموړي ویلي دغه راکېټونه د کابل ښار د ۸ مې او ۱۷ مې امنیتي حوزو اړوند سیمو څخه د دوه تېز رفتاره موټرو څخه ویشتل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې توغندي د کابل ښار په لومړۍ، دوهمه، لسمه، ۱۶مه او نهمه امنیتي حوزه توغول شوي دي.
طارق ارین وايي، د یادو توغندیو زیاته برخه د ملکي خلکو پر کورنو لکېدلي چې په وینا یې د څلورو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون یې ۱۰ملکي وګړي ټپیان کړي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د دغو وبریدونو په تړاو په اولسمه امنیتي حوزه کې یو مشکوک تن د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
د دغه بریدونو مسؤلیت اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.
جمهوخبري آژانس:کابل