ایرو ایشیا رېویو نشریې ویلي، ځینې هېوادونه لا هم د طالبانو ملاتړ کوي، نو ځکه دغه ډلې د تاوتریخوالي د کمولو پر ځای لا جګړې ته زور ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشریې لیکلي، سره له دې، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې او طالبانو په کې د تاوتریخوالي کموالو ژمنه کړې، خو دې ډلې لا هم جګړې ته زور ورکړی.
د دې سره تر څنګ نشریه زیاتوي، طالبانو باید په دې هم تاوتریخوالی کم او د سولې خبرو ته نېږدې شوي وای، چې افغان حکومت یې یو لوړ شمېر بندیان یې خوشي شول.
خو نشریه وايي، د طالبانو د تاوتریخوالي د زیاتوالي څخه ښکاري، چې په دې مسله کې ځینې هېوادونه د طالبانو ملاتړ کوي او دغه ډلې د دوی په ملاتړ په افغانستان کې د سولې پر ځای جګړې ته ادامه ورکړې ده.
ایرو ایشیا د طالبانو د ملاتړ کوونکي هېوادونو نومونه نه دي په ډاګه کړي، خو پاکستان او په دې وروستیو کې ایران د طالبانو څخه په ملاتړ تورن شوي دي.
خو دغه دواړو هېوادونو په وار وار دغه تورونه رد کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل