۰

د غور ولایت مرغاب ولسوالۍ په بشپړ ډول طالبانو نیولې

سی شنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۸
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د غور ولایت مرغاب ولسوالي په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
د غور ولایت مرغاب ولسوالۍ په بشپړ ډول طالبانو نیولې
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د غور ولایت مرغاب ولسوالي په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر دغه ولسوالۍ له تېرو دوه ورځو راهیسې د طالبانو له خوا بریدونه پیل شوي و، چې تېره شپه یې له افغان ځواکونو ونیوه.

د غور د پولیس ویاند عبدالمعروف رامش وايي، افغان امنیتي ځواکونو دولت یار ولسوالۍ ته شاه تګ کړی او بېرته د ولسوالۍ د نیولو د عملیاتو لپاره چمتوالی نیسي.

دی زیاتوي، چې له طالبانو سره جګړه کې ۳ سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي، خو د طالبانو مړي بیا څلور ښيي او د ټپیانو په اړه یې معلومات نه لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي