۰

ملي امنیت د داعش د خرسان څانګې قاضي القضات وژلی دی

چهارشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۸
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، امنیتي ځواکونو په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې قاضي القضات وژلی دی.
ملي امنیت د داعش د خرسان څانګې قاضي القضات وژلی دی
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، امنیتي ځواکونو په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې قاضي القضات وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د داعش دغه وژل شوی قاضي القضات عبدالله اورکزی نومېږي.

خبرپاڼه وايي، عبدالله اورکزي د ننګرهار پر محبس د ځانمرګو بریدګرو برید طرحه کړی وو، چې د یو لړ سختو او هدفمندو عملیاتو په ترڅ کې و وژل شو.

ملي امنیت ریاست وايي، عبدالله اورکزی نه یوازې د داعش ډلې قاضي القضات او د مرګونو فتوا ورکوونکی و، بلکې د دغه ډلې د استخباراتي څانګې اسدالله اورکزي مرستیال هم وو.

د ملي امنیت ادارې په خپره کړې اعلامیه کې دا نه دي ویلي، چې عبدالله اورکزی یې چېرته او څه وخت وژلی دی.

عبدالله اورکزی په افغانستان کې د داعش ډلې دریم مخکښ غړی دی چې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول کېږي او یا وژل شوی دی.

تر دې وړاندې د ملي امنیت ادارې د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه ویلي وو، چې د داعش ډلې مهم غړی، اسدالله اورکزی چې ددې ډلې د استخباراتو مسؤل وو په ننګرهار کې وژلی دی.

اسدالله اورکزی د داعش ډلې د قضاب او ضیاء الرحمن په نوم هم پېژندل کېده.

تر دې څو میاشتې وړاندې افغان ځواکونو په کندهار ولایت کې د داعش ډلې د خراسان څانګې عمومي مشر اسلم فاروقي هم له څو مهمو کسانو سره نیولی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي