د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د ښکېلو لورو پر مشرانو غږ کړي چې د افغانانو او افغانستان ګټو ته لومړیتوب ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کلیزې په مناسبت په خپرو کړو پیغامونو کې ویلي، چې د افغانستان د سولې پروسه هیله بښوونکې مرحلې ته رسېدلې ده.
خلیلزاد په خپلو پیغامونو کې ویلي دا تمه شده، چې افغانستان کې روانه څلوېښت کلنه جګړه ډېر د خبرو له لارې پای ته ورسېږي.
د افغان سولې لپاره د امریکا دغه ځانګړې استازي زیاته کړې، اوس وخت د دې وخت دی، چې ژر تر ژره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت بین الاافغاني خبرې پیل شي.
خلیلزاد د ښکېلو لورو پر مشرانو غږ کړی چې افغانانو او د افغانستان ګټو ته لومړیتوب ورکړي او له تېرو تېروتنو عبرت واخلي.
د خلیلزاد په خبره د دې وخت دی چې ټول اړخونه د افغانستان د سولې او امنیت لپاره رښتیني ګامونه اوچت کړي او په دې ټوګه په افغانستان کې روانه اوږده جګړه پای ته ورسوي.
جمهورخبري آژانس:کابل