۰

د اتمر او ظریف تلېفوني خبرې: ایران د بین الاافغاني خبرو کوربتوب ته چمتو دی

چهارشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۱
د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د نورو موضوعاتو تر څنګ پر افغان سوله او د سمیې په حالاتو خبرې اترې کړې دي.
د اتمر او ظریف تلېفوني خبرې: ایران د بین الاافغاني خبرو کوربتوب ته چمتو دی
د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د نورو موضوعاتو تر څنګ پر افغان سوله او د سمیې په حالاتو خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبې د زمري ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، محمد حنیف اتمر او جواد ظریف د تلېفون له لارې پر ځینو موضوعاتو خبرې کړې.

سرچینه زیاتوي، ښاغلي ظریف د افغانستان د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو او پرېکړو هرکلی کړی ویلي یې دي، چې دا یو ملي او د خلکو د ارادې تمثیل و، چې ایران یې ملاتړ کوي.

نوموړي ټینګار کړي، چې ایران د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو، د تېرو ۱۹ کلونو د لاس ته راوړنو د ساتنې او دغه راز د جمهوري نظام ملاتړ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې ښاغلي اتمر ته دا هم ویلي، چې هېواد یې د بین الاافغاني خبرو کوربتوب ته چمتو دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کط ویل شوي، دغه راز دواړو لورو د افغان سولې لپاره د سیمې او نړیوالې اجماع پر پیاوړي کېدو، لویې جرګې د پرېکړو، د اورکم او اوربند، د پاتې زندانیانو پر خلاصون، په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې پر دوه اړخیزه همکاریو ټینګار وکړ.

دغه راز دواړو لورو د افغانستان او ایران تر منځ د جامع همکاریو د سند په وروستي کولو، د خوف – هرات د رېل پتلۍ او د سولې د بین الاافغاني خبرو پر پیل هم خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي اتمر هم د وروستیو بدلونو او سولې پروسې په اړه ښاغلي ظریف ته معلومات ورکړي ویلي یې دي، چې افغانستان له ایران سره د جامع همکاریو د سند وروستي کولو او دغه راز د خوف – هرات د اوسپنې پټلۍ عملي غځونې ته پوره چمتو دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي