۰

محب او جنرال مېلر پر سوله او تاوتریخوالي کمولو خبرې کړې دي

پنجشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۸
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر پر افغان سوله او د تاوتریخوالي په کمولو خبرې کړې دي.
محب او جنرال مېلر پر سوله او تاوتریخوالي کمولو خبرې کړې دي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر پر افغان سوله او د تاوتریخوالي په کمولو خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا وايي، ښاغلي محب او ښاغلي مېلز نن پنشنبې د زمري ۳۰ سره کتلي دي.

دغه اداره زیاتوي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې پر راکمولو او د سولې په هڅو کې د پرمختګ لپاره د افغانستان د دولت او نړیوالو شریکانو پر هڅو او فعالیتونو بحث وشو.

په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ښاغلي محب د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ کلیزې په مناسبت وینا کې پر طالبانو غږ کړی و، چې نور ځان د پردیو له اسارت څخه راوباسي او د سولې خبرو او د هېواد ودانولو ته دې اوږه ورکړي.

دغه راز جنرال مېلر هم د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت خپرو کړیو پیغامونو کې له ښکېلو لوریو غوښتي و، چې تاوتریخوالی کم کړي او بین الافغاني خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي