۰
پخوانی امریکايي سفیر:

د امریکا کانګرس، کابینه او ټول حکومت د طالبانو د امارت خلاف دي

پنجشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۶
په کابل کې د امریکا پخواني سفیر رونالډ نیومن وايي، که د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرې کومې مثبتې پایلې ته ونه رسېږي امریکا د افغانستان د حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي.
د امریکا کانګرس، کابینه او ټول حکومت د طالبانو د امارت خلاف دي
په کابل کې د امریکا پخواني سفیر رونالډ نیومن وايي، که د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرې کومې مثبتې پایلې ته ونه رسېږي امریکا د افغانستان د حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي دا هم ویلي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې شوې هوکړه سره د امریکا او افغانستان تر منځ امنیتي تړون ته هېڅ زیان نه رسېږي.

دی وايي، د دغه هوکړې په اساس که طالبان افغان حکومت په رسمیت ونه پېژني او بین الاافغاني خبرې ناکمې او کومې مثبتې پایلې ته ونه رسېږي، په هغه صورت کې به هم امریکا د افغانستان له حکومته ملاتړ کوي.

ځکه په وینا یې د امریکا ګانګرس، کابینه او ټول حکومت د دې خلاف دي، چې په افغانستان کې دې بیا د طالبانو اسلامي امارت قایم شي.

دغه پخواني امریکايي دیپلومات ټینګار کړي، چې امریکا د افغانستان حکومت ته د یوه ستراتېژيک ملګري په نظر ګوري او ملاتړ ته به یې دوام ورکړي.

رولانډ نیومن هم د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو او د روانې جګړې د پای ته رسېدو هېله څرګنده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو پیلېد له ځنډ سره مخ شوي او دواړه لوري یو بل د خبرو پر ځنډ تورنوي.

افغان حکومت وايي، دوی د سولې او بین الاافغاني مذاکراتو لپاره ټول اړین ګامونه اخیستي او اوس توپ د طالبانو په میدان کې دی، چې باید سولې ته صداقت وښيي او بین الاافغاني خبرو او اوربند ته چمتو شي.

خو طالبان بیا وايي، تر چې د دوی ۴۰۰ زندانیان خوشي شوي نه وي، بین الاافغاني خبرو ته به حاضر نه شي.

طالبانو یو ځل بیا دا خبره هم تکرار کړې، چې دوی له افغان حکومت سره خبرو ته نه کېني، ځکه په وینا یې دوی یې په رسمیت نه پېژني او خبرې به یې له افغاني سیاسي لوریو سره وي، چې حکومت به یې هم یو اړخ وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي