د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي وايي، دغه سازمان به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان او افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي دغه څرګندونې د ترهګرۍ د قربانیانو د یادښت په مناسبت په یوه ټوېټر پیغام کې کړې دي.
نوموړي د سولې او بشري حقونو په فعالانو وروستي بریدونه غندلی وايي، دا فعالان هغه خلک بللي چې د باعزته سولې په لټه کې دي.
د ناټو ملکی استازي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانانو او د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ناټو د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د یادونې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د سولې په فعالینو په ځانګړي ډول د پوهنې وزارت د علمي شورا پر رییس او د سولې پر فعال عبدالباقي امین برید غندلی او دا یې د هغه کسانو کار بللی، چې په وینا یې غواړي د سولې پروسه ځنډنۍ او ګډوډه کړي.
خلیلزاد ویلي، نور د بین الاافغاني خبرو د پیل لپاره هېڅ ډول پلمه نه ده، پاتې او افغان حکومت او طالبان باید ژر تر ژره خبرې پیل کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل