۰

کابل کې درې چاودنو څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

شنبی ۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۶
د کابل پولیس تاییدوي، چې د ښار په بېلا بېلو برخو کې د دریو چاودنو له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل کې درې چاودنو څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د کابل پولیس تاییدوي، چې د ښار په بېلا بېلو برخو کې د دریو چاودنو له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې نن شنبې د وږي اوله د کابل ښار په پڼځمې، اوومې او پنځلسمې امنیتي حوزو اړوند سیمو کې رامنځ ته شوې دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، لومړي چاودنه سهار شپږنیمې بجې د اوومې حوزې اړوند د چهلستون په سیمه کې په یوه کرولا موټر د چسپکي ماین له امله شوې ده.

دی وايي، دوهمه چاودنه ۷:۳۰ بجې د پنځلسمې حوزې اړوند چهارراهي شهید په سیمه کې په رنجر موټر شوې ده.

د فرامرز په یونا په لومړۍ چاودنه کې یو تن وژل شوی او یو تن ټپي شوی چې دواړه ملکیان دي، او په دوهمه چاودنه کې بیا دوه پولیس سربېرن ټپیان شوي دي.

دغه راز د کابل د پولیس ویاند زیاتوي، چې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند فاضل بېک سیمه کې هم چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.

تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د پوهنې وزارت د علمی شورا رییس ډاکتر عبدالباقي امین هم د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د کمپنۍ په سیمه کې د چسپکي ماین په چاودنه کې و وژل شو او موټر چلوونکی یې ټپي شو.

تر دې بیا یوه ورځ وړاندې د خپلواکۍ په ورځ هم په کابل ښار ۱۴ توغندي ویشتل شوي و، چې تر ۲۰ پورې ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي