۰

سکاټ مېلر: طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي

شنبی ۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۹
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، طالبان باید تاوتریخوالی راکم او د سولې له رامنځ ته شوي فرصت څخه ګټه واخلي.
سکاټ مېلر: طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، طالبان باید تاوتریخوالی راکم او د سولې له رامنځ ته شوي فرصت څخه ګټه واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر د افغانستان د دفاع وزارت له لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل سره شمال ته د سفر پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، شمال ته یې د سفر موخه د امنیت ارزول او له افغان ځواکونو څخه د ناټو د ملاتړ تازه کول دي.

جنرال مېلر ټینګار کړي، چې طالبان باید تاوتریخوالی راکم کړي او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له رامنځ ته شوي، سیاسي پروسې څخه ګټه واخیستل شي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت نن شنبې د وږي اوله پر خپله فسبوک پاڼه د مېلر له قوله لیکلي چې د افغانستان خلک سوله غواړي او دا یو اړتیا ده چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي.

ښاغلي مېلر ویلي«ما له افغان امنیتي ځواکونو سره خبرې کړي دي، ټول تاوتریخوالی له تاوتریخوالي څخه پيدا کېږي، افغان ځواکونه به له خلکو څخه دفاع ته دوام ورکړي او موږ به په ورته وخت کې یو سوله ییز جوړ جاړې ته د رسېدو لار تعقیب کړو.»

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې مېشت د ۳۸ هیوادونو ناټو ایتلاف به د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته دوام ورکړي، تر څو په راتلوونکي کې د مخالفینو د بریدونو د دفعه کولو توان ولري.

په افغانستان کې دقاطع ملاتړ ماموریت قوماندان پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې نن شنبه هم د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

پر همدې مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیقي صدیقي هم پر خپل ټوېټر لیکلي چې د وسله والو طالبانو وروستیو بریدونو خلک د سول پر پروسې بې باوره کړي دي.

د هغه په وینا پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو بریدونه د دې ښکارندوي کوي، چې دغه ډله د جګړې دوام او د تاوتریخوالي زیاتول غواړي.

صدیقي وايي، د طالبانو د ترور د شبکو لپاره د خلکو او نظامیانو په نښه کول یو وېروونکی جنایت دي، چې باید د نړیوالې ټولنې له خوا په کلکه وغندل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي