۰
چین:

هېڅوک دې په افغانستان کې د جياپوليتيکس سيالې نه کوي، بلکې سولې ته یې د کار وکړي

شنبی ۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۳
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وايي، هېڅوک دې په افغانستان کې د جياپوليتيکس سيالې نه کوي او د دغه هېواد په مسئله کې دې خپلې ګټې نه لټوي، بلکې د سولې لپاره یې د رښتینې همکاري وکړي.
هېڅوک دې په افغانستان کې د جياپوليتيکس سيالې نه کوي، بلکې سولې ته یې د کار وکړي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وايي، هېڅوک دې په افغانستان کې د جياپوليتيکس سيالې نه کوي او د دغه هېواد په مسئله کې دې خپلې ګټې نه لټوي، بلکې د سولې لپاره یې د رښتینې همکاري وکړي.

نوموړي یو ځل بیا د سیمې پر هېوادونو غږی کړی، چې د افغان سولې په برخه کې ریښتینې همکاري وکړي او افغانان باید پرېښودل شي، چې خپل برخلیک په خپله وټاکي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې پرون د زمري ۳۱ مه د خپل پاکستاني سیال سره تر خبرو وروسته به خبري غونده کې خبریالانو ته کړې دي.

نوموړي ویلي، د افغانستان د ستونزې حل یوازې د دیالوګ او خبرو اترو له مخې کېدای شي او ښکېلې خواوې باید له وخت او فرصت څخه په ګټنې خپل اختلافات حل او ریښتینې روغه جوړه وکړي.

ښاغلي يي زیاته کړې، چين هيله لري چې د افغانستان بېلا بېلې سياسي ډلې پر دغو مذاکراتو ټينګ باور ولري، خپل صبر دې وساتي، خپل صميميت دې وښيي او د برياليتوب ټينګ هوډ دې ولري.

هغه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د بين الافغاني مذاکراتو ترسر کېدو غوښتنه کړې وايي،  د افغانستان راتلونکی برخليک د افغانانو لخوا پرېکړه کېږي، نو د افغانانو لخوا د لارښوونې اصول دې په جدي توګه وساتل شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې هېڅوک دې په افغانستان کې د جياپوليتيکس سيالې نه کوي او د دغه هېواد په مسئله کې دې خپلې ګټې نه لټوي.

وانګ يي وايي، د افغانستان راتلونکی حکومت باید ټول شموله وي او د ټولو خواو په ګډو هڅو یو داسې سیاسي چوکاټ جوړ کړي، چې ټول په کې په مساوي توګه برخه ولري او له دې لارې واکونه شریک کړي.

ده ویلي«د افغانستان راتلونکی حکومت بايد ټولشموليت وي، ترهګرۍ ته دې ټينګه ضربه ورکړي او د سولې او دوستۍ ديپلوماتيکې تګلارې دې پلې کړي.»

دغه راز ښاغلي يي ویلي، پر جګړه سربېره، بېوزلي، کډوالي او د نشه يي توکو په ګډون یو لړ نورې ستونزې دي، چې افغانان ورسره مخ دي، چې باید د مذاکراتو مختلفې خواوې له هوښياري وښيي او له دې ستونزو سره په ګډه مقابله وکړي.

نوموړي پر نړیوله ټولنه هم غږ کړي، چې د افغانستان مسلې په اړه خپله وظیفه پر غاړه واخلي او وايي« نړيواله ټولنه او د سيمې هېوادونه بايد په عدالت او برابرۍ سره د سولې بهير پرمخ بوزي او د افغانستان سولې بهير دې نه خرابوي.»

همدارنګه وانګ يي وايي، بهرني ځواکونه بايد په مسؤلانه او منظمه توګه له دغه افغانستان څخه ووځي، د ترهګرۍ څپې د بيا راپورته کېدو مخنيوی دې وکړي او د افغان حالاتو ارام او روان انتقال دې تأمين کړي.

نوموړي افغانستان خپل یو دوست هېواد بللی وایي، هېواد به یې تل د افغانستان مختلفو خواوو ته د درناوي کولو پر بنسټ د دغه هېواد د سولې بهير د پرمخبيولو، منځګړيتوب او د اړوندو اسانتياوو د برابرولو لپاره خپل رول ته دوام ورکړي.

د هغه په وینا چینایان نه غواړي، چې افغان وروڼه او خویندې یې بیا د جګړې له امله وځپل شي، بلکې غواړي، دغه هېواد یو ځل بیا د اسیا په زړه کې یو مهم څلور لاری وګرځي او د سمورتیا په لور چټک ګامونه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي