د سپین بولدک - چمن لار د مسافرو او سوداګرو پر مخ خلاصه شوه

1 سنبله 1399 ساعت 15:13

سیمه ییز چارواکي وايي، د سپین بولدک – چمن لار د مسافرو او سوداګرو پر مخ په دایمي توګه پرانستل شوې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، د سپین بولدک – چمن لار د مسافرو او سوداګرو پر مخ په دایمي توګه پرانستل شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لار د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په هڅو تر څلور میاشتیني ځنډو وروسته پرون جمعه د زمري ۳۱ مه په دایمي ډول بېرته پرانستل شوه.

ځايي چارواکي وايي، د نن سهار له پیل څخه تر کابو ۱۱ بجو پورې لږ تر لږه ۸ زره کسانو له دغه لارې افغانستان او پاکستان ته تګ راتګ کړی دي.

په جنوبي حوزه کې د بهرنيو چارو وزارت نمائينده ګي وايي د ښاغلي محمد حنيف اتمر له هڅو وروسته يو ځل بيا د جمعې په ورځ ياده دروازه د دواړوهېوادونو په موافقه په دوه طرفه ډول د مسافرو او تجارت پر مخ د پخوا په شان پرانیستل شوه.

په دغه حوزه کې د بهرنیو چارو وزارت استازی ظاهر الکو وايي،، مسافر کول شي د پاسپورټ،تذکري او شناخت کارټ له مخې پر دي لار د تګ راتګ وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا به د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تجارتي او ډيپلوماتيکواړیکو او د سيمي پر تجارت مثبت اغيز وکړي.

دافغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن - سپين بولدک لار د سيمي په کچه يوه د مهمو ترانزیټي او تجارتي لارو څخه ده چي د تيرو څلورو مياشتو راهيسي د کرونا په بهانه د مسافرو او تجارت پر مخ پاکستاني لوري تړلي وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130810

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130810/

جمهور
  https://www.jomhornews.com