پاکستان د غلام خان لارې له ترانزیټي کېدو سره موافقه کړې

2 سنبله 1399 ساعت 10:13

پاکستان کې مستعفي سفیر شکرالله عاطف مشعل وايي، پاکستان د غلام خان لارې له ترانزیټي کېدو سره مواققه کړې ده.


پاکستان کې مستعفي سفیر شکرالله عاطف مشعل وايي، پاکستان د غلام خان لارې له ترانزیټي کېدو سره مواققه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي مشعل په خپله فسبوک پاڼه ویلي، د غلام خان لارې په ترانزیټي کېدو سره به هم سوداګري وده وکړي او هم به د سیمې په کچه پرمختګ رامنځ ته شي.

نوموړي د دغه لارې د ترانزیټي کېدو لپاره ولسمشر غني ورته هدایت کړی و، چې ده یې هم لار ښوونې عملي او دا کار عملي شو.

ښاغلي مشعل د پاکستان له حکومت څخه هم مننه کړې، چې د دغه لارې له ترانزیټي کېدو سره یې موافقه وکړه.

نوموړي ویلي، د دغه لارې د ستونزو د ارزونې او حل لپاره یې دوه ځلې غلام خان بندر ته سفر کړی او لازم اقدامات یې تر سره کړي دي.

عاطف مشعل وايي، اوس افغان حکومت ته هم پکار ده، چې دې اړخ ته هم لازم سهولیتونه برابري کړي.

دی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون د سپین بولدک - چمن لار هم د مسافرو او سوداګرو د تګ راتګ لپاره له څلور میاشتې بندېدو وروسته به دایمي توګه پرانستل شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130834

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130834/

جمهور
  https://www.jomhornews.com