۰

طالبانو د کندهار – اروزګان لار د ترافیکو پر مخ تړلې

یکشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۰
د ترانسپورت اتحادیو ځايي مسوولین وايي، وسله والو طالبانو د کندهار – اورزګان لویه لار په مکمل ډول د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
طالبانو د کندهار – اروزګان لار د ترافیکو پر مخ تړلې
د ترانسپورت اتحادیو ځايي مسوولین وايي، وسله والو طالبانو د کندهار – اورزګان لویه لار په مکمل ډول د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لار چې هره ورځ تر ۴ سوه زیات مسافر او باروونکي موټر پرې تګ راتګ کوي، نن یکشنبې د وږي ۲ مه د طالبانو له خوا تړل شوې ده.

د اروزګان د ترانسپورت ټولنې مسوولین وايي، طالبانو دوی ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړي، چې د کندهار- اروزګان تر منځ په پخواني پاخه سړک له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

د یادې اتحادیې غړي حاجي عبدالله ویلي، طالبانو دوی ته دا خبرداری هم ورکړی، چې د سرغړونې په صورت کې که د ماین چاودنو او جګړې پر مهال ملکي خلکو ته زیان واوښت مسوولیت به یې د ترانسپورتي شرکتونو تر غاړې وي.

د هغه په وینا دوی هم اوس پر دغه لار تګ راتګ درولی خو وایي غوښتنه یې دا ده، چې د عامو خلکو پر مخ باید د تګ راتګ لار ونه تړل شي.

بل خوا له کندهار نه اروزګان ته تلونکي مسافر او باروړونکي موټر هم له نیمايي لارې بېرته کندهار ته ګرځېدلي او د لارې د خلاصېدو په تمه دي.

یو شمېر موټر چلوونکو ویلي، دوی تر سل کیلومتره پورې د اروزګان لور ته تللی خو د لارې له بشپړ بندېدو وروسته بېرته کندهار ته راګرځېدلي دی.

د اروزګان امنیتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د کندهار چارواکي وايي، د دوی په سیمه کې ستونزه نشته خو د اروزګان له امنیتي چارواکو سره به د یادې لارې د خلاصېدو به اړه خبرې وکړي.

د کندهار – اروزګان تر منځ لویه لار ۱۴۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د اروزګان اړوند ۴۰ کیلومتره یې ډېره ناامنه لار ده.

دا په داسې حال کې ده، چې له کندهار ښار سره د کندهار – ارغستان ولسوالۍ لار هم له تېرو دریو میاشتو راهیسې د خلکو پر مخ تړل شوې ده.

دغه راز د کندهار – هلمند او کندهار – زابل پر لویه لار باندي هم د وسله والو طالبانو حضور ډير شوی او له مسافرو څخه تلاشي اخلي.

جمهورخبري آژانس:اروزګان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي