شنوونکي:

پاکستان په طالب مشرانو په بندیزنو لګولو سره غواړي د سولې پروسه تخریب کړي

2 سنبله 1399 ساعت 14:53

وروسته له هغې، چې پاکستان په یو شمېر طالب مشرانو د بندیزونو لګولو اعلان وکړ، سیاسي شنوونکي وايي، پاکستان دغه اقدام د افغان سولې پروسې د تخریب لپاره اخیستی دی.


وروسته له هغې، چې پاکستان په یو شمېر طالب مشرانو د بندیزونو لګولو اعلان وکړ، سیاسي شنوونکي وايي، پاکستان دغه اقدام د افغان سولې پروسې د تخریب لپاره اخیستی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستان پرون شنبې د وږي اوله اعلان وکړ، چې د طالبانو پر مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر، حقاني شبکې او یو شمېر نورو طالب مشرانو یې بندیزونه لګولي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه بندیزونه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۵۱ نمبر پرېکړه لیک له مخې په طالب مشرانو لګولي دي.

په بیان کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویل شوي، چې پاکستان دغه ګڼه پرېکړه په بشپړ ډول عملي کړې ده.

لوېدیځو رسنیو ویلي، پاکستان دا پرېکړه له دې امله په بیړه کړې، چې د پیسو سپینولو د ترهګرو ډلو د تمویل د څارونکې ادارې اېف اې ټي اېف په تور لېست کې شامل نه شي.

خو افغان سیاسي شنوونکي بیا وایي، پاکستان چې تل یې له افغانستان سره دوګونی چلند کړي اوس مهال د دغه اقدام په اخیستو سره د افغان سولې پروسې د تخریب په لټه کې دی.

پوځي او سیاسي شنوونکي جنرال عتیق الله امرخېل جمهورخبري آژانس ته و ویل، چې د افغانستان د مسایلو په اړه د پاکستان سیاست تل دوګونې لوبه ده، چې یوازې د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې کوي.

د هغه په وینا پاکستان په دې کار سره چې پر طالب مشرانو یې بندیزونه لګولي غواړي امریکا خوشحاله کړي، امتیازات ترې واخلي او ځان وښيي، چې ګڼې دوی د ترهګرو له ملاتړ نه لاس اخیستی.

جنرال امرخېل وايي، پاکستان به هېڅ وخت طالبان له لاسه ورنه کړي او په اوسنیو شرایطو کې یې پر طالب مشرانو بندیزونه لګول یو نمایشي او د خلکو د تېر ایستلو لپاره کړی دی.

هغه و ویل«پاکستان په دې کار سره غواړي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو مخنیوی وکړي.»

خو د سیاسي چارو یو بل کارپوه اکبرجان فولاد وايي، فکر کوي، چې پر طالب مشرانو د بندیزونو لګول د پاکستان او عربي هېوادونو په اړیکو پورې تړاو لري.

خو په وینا یې د دې کار بل هدف دا دی، چې پاکستان غواړي په دې سره پر طالبانو فشار راوړي، تر څو د افغان سولې پروسې پر وړاندې خنډ رامنځ ته کړي.

هغه و ویل«دا د پاکستان یو سیاسي منافقت دی، نننۍ طالبان د پاکستان له ملاتړ پرته هېڅ شتون نشي درلودای، پاکستان هغه طالبان چې افغاني روحیه یې درلوده ټول له منځه وړي، د نن ورځې طالبان یعنې د پاکستان استخبارات.»

ښاغلي فولاد ټینګار کوي، چې پاکستان په دې منافقانه کار غواړي نړیوالو ته وښي، چې دوی نور د ترهګرو ملاتړي نه دي او ځان له نړیوالو فشارونو وژغوري، خو په حقیقت کې داسې نه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت هم ویلي، دوی به د پاکستان له لوري پر طالب مشرانو د بندیزونو لګولو په اړه غور کوي او وروسته به خپل دریځ روښانه کړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 130847

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130847/

جمهور
  https://www.jomhornews.com